په پروان او زابل ولایتونو کې پر مسافر‌وړونکي موټرو د ماین چاودنو له کبله ‌‍۱۲ کسان وژل شوي او له۵۰ زیات ټپیان دي. د زابل د والي مرستیال عنایت‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي، نن سهار کلات ښار کې د کندهار-کابل پر لویه لار ۴۰۴ډوله مسافر‌وړونکی موټر د سړک غاړې ماین ښکار ګرځېدلی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ۱۰ملکیان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. په وژل شویو او ټپیان کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د مسافر وړونکو دغه موټر له کابل څخه د کندهار پر لور روان و.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې په زابل ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۱ملکي وګړي وژل شوي او په دې پېښه کې ۲۸ نور کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا، د پلازمینې کابل په ګاونډ پروان ولایت کې د دوو چاودنو په ترڅ کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، محمدصادق هاشمي د پېښې د پخلي ترڅنګ سلام‌وطندار ته وایي چې د جبل السراج-چاریکارو پر سړک متک پُل سیمه کې د ملکي وګړو پرکاسټر ډوله موټر ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې ۲ ملکي کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. هاشمي د مسافرو له قوله وایي چې په دې چاودنه کې یوه مېرمن له دوو ماشومانو سره سیند ته لوېدلي او غرق شوي دي. دغه چاودنه نن سهارمهال ۶:۳۰ شوې ده.

په ورته مهال هاشمي وایي، تراوسه روښانه نه ده چې دغه چاودنه د نښلوونکي ماین له امله شوې او یا که د سړک غاړې ماین وه. د هغه په خبره پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پېل کړي دي.

په همدې حال کې، د پروان ولایت د سل بستریزه ملکي روغتون سر طبیب عبدالخلیل حیدري وایي، د پېښې له ځایه ورته ۲جسدونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ټپیان ور وړل شوي دي.



د هغه په وینا، د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دغه موټر له کابل څخه د بامیان ولایت پر لور روان و. په ورته وخت کې، د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالواسېع رحیمي وایي، پر کاسټر‌موټر له چاودنې وروسته دې پېښې ته څېرمه په «تپې خاکي» سیمه کې د خلکو په منځ کې دویمه ماین چاودنه شوې چې په وینا یې، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

خو د پروان ولایت د ملکي روغتون سرطبیب وایي چې د دویمې پېښې له ځای څخه ورته پنځه ټپیان ور وړل شوي دي. تراوسه د زابل او د پروان ولایتونو د چاودونو مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام