په ټایلنډ کې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بنکاک کې یوه وسلهوال کس د ماشومانو د ساتنې پر یوه مرکز برید کړی او د ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۳۴ کسان وژلي دي.
رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله نن پنجشنبه د تلې ۱۴مه راپور ورکړی چې وسلهوال کس د یادو کسانو له وژلو وروسته ځان هم ویشتلی دی.
د بنکاک ښار د پولیسو په وینا، یاد کس چې له دې وړاندې پولیس و، د نشهيي توکو د کارونې په تور د پولیسو له لیکې اېستل شوی و. پولیسو همداراز ویلي، یاد وسلهوال کس وړاندې له دې چې ځانوژنه وکړي، خپله مېرمن او ماشومان هم وژلي دي.
په ورته مهال دغه هېواد کې پولیسو ویلي چې په وژل شویو کې ۲۲ ماشوم شامل دي.
له دې وړاندې پولیسو ویلي و چې د یاد وسلهوال کس د نیولو هڅې روانې دي او د ټایلنډ د حکومت ویاند هم ویلي و، لومړي وزیر ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښونه کړې چې تورن کس ژر تر ژره ونیسي.
د سیمې د هېوادونو په پرتله په ټایلنډ کې د عامو خلکو له لوري وسله ګرځول عادي خبره ده، خو په دې کې ناقانونه وسلې نه شمېرل کېږي.
په ۲۰۲۰ کال کې هم دغه هېواد کې یوه قهرېدلي سرتیري په یوه عام ځای کې پر خلکو ډزې وکړې چې پرمهال یې ۲۹ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپیان شول.