Asset 1SWN

طالبانو د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ ښوونځيو کې د اوزبکي ژبې تدريس منع کړ

12556657_613-oy3w9qe608papiaenz5krho1cxnzcqe6xjnkoueutw

 

د فاریاب ولايت محلي مسوولان وايي، طالبانو په دې ولايت کې له تدريسي نصابه د اوزبکي ژبې مضمون لرې کړ.

د ياد ولايت والي نقیب‌الله فایق سلام‌وطندار ته وايي، د فارياب ولايت دولت‌اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې مسوول مولوي حنفي د خپلې کنټرول لاندې سيمو کې د ښوونځيو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې له تدريسي نصابه د اوزبکي ژبې مضمون لرې کړي.

نقیب‌الله فایق وايي، فاریاب ولايت کې د وسله‌والو ډېری جنګيالي اوزبکان دي؛ خو طالبان د اوزبکي ژبې په له منځه وړلو سره نفاق ته لمن وهي.

د فاریاب ولايت ډېری اوسېدونکي چې په اوزبکي ژبه خبرې کوي، طالبان نفاق ته په لمن وهلو تورنوي او وايي، د دوی مورنۍ ژبې سره دښمني ورته په هېڅ ډول د منلو نه ده.

فاریابي زده‌کوونکي د طالبانو له دې کاره اندېښمن دي.

د فاریاب ولايت پوهنې رياست تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو يو وياند قاري یوسف احمدي په فاریاب ولايت کې له تدريسي نصابه د اوزبکي ژبې د لرې کولو په اړه ادعا ردوي او وايي چې دا کار د طالبانو پر خلاف يو پروپاګند دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام