Asset 1SWN

افغان دولت او طالبان پر اختلافي مواردو هوکړې ته رسېدلي

000_1PG3A9_0-oyn4dhv10ci532r43ya0631umr1i0w8v74fe2vk904

 

دوحه کې سرچينو رسنيو ته ويلي، د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو ترمنځ پر اختلافي مواردو هوکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن مخکې له غرمې د پاکستان لومړی وزير عمران خان هم کابل ته راغی او مذاکره کوونکي پلاوي پر کړنلارې هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړ.

له دې وړاندې د دواړو لوريو ترمنځ خبرې اترې بن بست سره مخ شوې وې.

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په يوه ټيليفوني اړيکه کې د قطر له امير شیخ تمیم بن احمد ال ثاني سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

شاوخوا درې مياشتې کېږي چې د افغان دولت او د طالبانو د پلاويو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې دي؛ خو لا تر اوسه پورې د رسمي غونډو پر کړنلارې هوکړې ته نه وو رسېدلي.

د افغان دولت مذاکراتي پلاويو يو شمېر غړيو ويلي، دا هوکړه کلي ده او تر اوسه پورې پر جزيي مواردو هوکړه نه ده شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام