د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وایي، د سولې خبرو له پیل راهیسې هېواد څخه بهر ته د کډوالۍ او د بېرته راګرځېدو په کچه کې توپیر نه‌دی راغلی؛ خو که د سولې خبرې پایله ور نه‌کړي، نو شونې ده چې ډېر کسان به هېواد څخه د کډه کېدو هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې قطر کې د بین‌الافغاني خبرو له پیله شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرېږي او اوس په ټپه ولاړې دي؛ خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا بابري وايي، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او هېواد ته د بېرته راګرځېدونکيو په شمېر کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

بابري وویل، د تېر په څېر شاوخوا ۱۰۰۰کسان د ورځې په نامنظمه توګه ایران ته ځي او همدومره بېرته راګرځي.

د نوموړي په وینا، ډېری دغه کسان غواړي د ایران له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي؛ خو که د سولې خبرې پایله ور نه‌کړي، شونې ده چې جګړې زور واخلي او د کورنیو بې‌ځایه شویو او هېواد څخه بهر د کډوالۍ شمېر کې زیاتوالی راشي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، په دې اړه یې د ځینو ادارو په مرسته د عامه پوهاوي په پروګرامونو کار پیل کړی دی.

رضا بابري زیاته کړه، د سولې خبرو د مثبتو پایلو په صورت کې به هېواد ته د راګرځېدونکيو افغان کډوالو لړۍ چټکه شي چې ورته د اسانتیاوو په برابرولو یې کار پیل کړی دی.

په همدې حال کې پېښور کې د افغان کډوالو مشر میا ذلفقار سلام‌وطندار ته وویل، د سولې خبرو له پیل څخه تراوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د تګ او ورتګ کچه کمه شوې چې ښایي لامل یې پاکستان ته د افغانانو په ورتګ کې د ستونزو ډېرېدل وي.

دا په داسی حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې یکشنبې په ماښام د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر سره لېدلي دي.

دواړو لوریو د سولې پر پروسې، د سولې له ټینګښت وروسته ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو او کورنیو بې‌ځایه شویو ته د رسېدو په موخه د افغان دولت پر پروګرامونو خبرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام