«که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، ډېر کسان به کډوالۍ ته اړ شي»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وایي، د سولې خبرو له پیل راهیسې هېواد څخه بهر ته د کډوالۍ او د بېرته راګرځېدو په کچه کې توپیر نه‌دی راغلی؛ خو که د سولې خبرې پایله ور نه‌کړي، نو شونې ده چې ډېر کسان به هېواد څخه د کډه کېدو هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې قطر کې د بین‌الافغاني خبرو له پیله شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرېږي او اوس په ټپه ولاړې دي؛ خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا بابري وايي، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او هېواد ته د بېرته راګرځېدونکيو په شمېر کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.