ناټو: د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته هم د افغان امنيتي ځواکونو روزنې، تمويل او تجهيز ته دوام ورکوو

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه په بېړه وتل به ګران پرېوځي. نوموړي ويلي، له افغانستانه په بېړه وتل به دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي او که چېرې د سرتېرو وتل عملي شي، نو په افغانستان کې به داعش بېرته را ژوندي شي.

«که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، ډېر کسان به کډوالۍ ته اړ شي»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وایي، د سولې خبرو له پیل راهیسې هېواد څخه بهر ته د کډوالۍ او د بېرته راګرځېدو په کچه کې توپیر نه‌دی راغلی؛ خو که د سولې خبرې پایله ور نه‌کړي، نو شونې ده چې ډېر کسان به هېواد څخه د کډه کېدو هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې قطر کې د بین‌الافغاني خبرو له پیله شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرېږي او اوس په ټپه ولاړې دي؛ خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا بابري وايي، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او هېواد ته د بېرته راګرځېدونکيو په شمېر کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

خالد: ښايي د بهرنیو سرتېرو شمېر ډېر شي

د ملي دفاع وزارت نوماند او سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، ښايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر شي.

نوموړي چې نن سه شنبه د خپلو برنامو وړاندې کولو لپاره ولسي جرګه تللی ويلي، د بهرنيو ځواکونو د کمېدو د خپرو شويو راپورونو پر خلاف، ښايي د بهرنيو ځواکونو شمېر لوړ شي.

بدخشان کې د طالبانو په کمين کې ۱۱ محلي پولیس وژل شوي

د بدخشان د ولایتي شورا غړی ناجي نظري وايي، تېره شپه جرم ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه کمين کې د عمر په نوم د محلي پولیسو یو قومندان او لس نور سرتېري وژل شوي دي.

خو يوه بله سرچينه د نوم نه خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وویل، په دې برید کې ۱۲ محلي پولیسان وژل شوي او ۱۰ نور  ټپیان دي.

امنيتي ځواکونو بېرته د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې ونيولې

کندوز ولايت کې امنيتي مسوولان وایي، امنيتي ځواکونو له طالبانو د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې بېرته ونيولې.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال وايي، افغان ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې د ولسوالۍ مقام او امنیه قومنداني یې بېرته نیولې او عملیات یې دوام لري.

طالبانو بادغیس – هرات لويې لار کې دوه ښځينه پوليسې وژلي

د بادغيس ولايت امنيتي مسوولان وايي، طالبانو د بادغيس- هرات لويې لارې «برقک‌زده» سيمه کې دوه ښځينه پوليسې وژلې دي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بېک د یاد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال شوې ده.