Asset 1SWN

امنيتي ځواکونو بېرته د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې ونيولې

4B28231C-9146-4949-807B-83BEE6016375_cx2_cy0_cw85_w1200_r1-oyjbfw88kq92gl9uils51jvvy2f0mh2lrv3hw6qb9w

 

کندوز ولايت کې امنيتي مسوولان وایي، امنيتي ځواکونو له طالبانو د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې بېرته ونيولې.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال وايي، افغان ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې د ولسوالۍ مقام او امنیه قومنداني یې بېرته نیولې او عملیات یې دوام لري.

نوموړي زياته کړه چې طالبان د دښت‌ارچي ولسوالۍ له بازاره د تېښتې په حال کې دي.

هادي جمال زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې نښتو کې ۳۸ طالبان وژل شوي او یو شمېر یې هم ټپیان دي.

خو يوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبان په مسکین‌اباد، نواباد او د دښت‌ارچي ولسوالۍ بازار کې حضور لري او امنیتي ځواکونو سره نښته کوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وويل چې دښت‌ارچي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.

په ورته وخت کې د فارياب امنیتي مسوولان وايي، طالبانو قيصار ولسوالۍ کې موټربم چاودنه کړې ده.

د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی نادر سعيدي وايي، د طالبانو موټربم چاودنه کې ۱۰۰ دوکانونه وران شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي هم دي.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام