Asset 1SWN

خالد: ښايي د بهرنیو سرتېرو شمېر ډېر شي

khalid-oyjhxtcbdggxr3hpl7ur20uhx3gf6spu9nqke5w8t0

 

د ملي دفاع وزارت نوماند او سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، ښايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر شي.

نوموړي چې نن سه شنبه د خپلو برنامو وړاندې کولو لپاره ولسي جرګه تللی ويلي، د بهرنيو ځواکونو د کمېدو د خپرو شويو راپورونو پر خلاف، ښايي د بهرنيو ځواکونو شمېر لوړ شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وويل چې بهرني سرتېري به په بشپړ ډول له افغانستانه ونه وځي.

خالد ټینګار وکړ که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي هم افغان امنیتي ځواکونه کولای شي په یوازې د هېواد دفاع وکړي.

د نوموړي په وينا، افغان امنیتي ځواکونه ۹۶ سلنه عملياتونه د بهرنیو ځواکونو په نه موجوديت کې کوي او يوازې د هوايي عملیاتو لپاره له بهرنیو ځواکونو مرسته ترلاسه کوي.

د ملي دفاع سرپرست وزير د دوحې خبرو ته په اشارې سره وويل چې باوري نه دی چې د سولې خبرې دې پايله ولري.

اسدالله خالد په ډاګه کړه چې طالبان هېڅ اراده نه‌لري چې سوله دې وکړي او تاوتريخوالی دې کم کړي.

خالد د طالبانو وروستيو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې د کندوز ، روزګان، فراه او غزني ولایتونو د نیولو لپاره د طالبانو پلانونه ناکام شول او له دوی ۹ ولسوالۍ بېرته ونيول شوې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې امنیتي ځواکونه د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته تر کنټرول لاندې نيولې ده.

نوموړي وويل چې امنیتي ځواکونه به په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو مجهز شي او د روسي نظامي الوتکو پرځای به امریکايي الوتکې ځای پر ځای شي.

اسدالله خالد زیاته کړه، دا ژمنه شته چې دا الوتکې به تر ۲۰۲۴ کال پورې ملي اردو سره مرسته وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام