داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو په وړاندیز د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه د افغان حکومت او طالب ډلې تر څنګ، د یوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي، له روژې میاشتې وروسته شوې ده.

یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا وايي، د امریکایانو په غوښتنه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه کې طالبانو ته وخت ور نه کړل شو چې خبرې وکړي او په وینا یې، ښايي د ترکیې په غونډه کې هم ورته چلن ورسره وشي.

هغه د ترکیې غونډې د ځنډولو بل لامل په یاده غونډه کې د مشارکتي حکومت یادونه بولي چې په خبره یې، ښې پایلې به ونه لري او ملامتي به یې د طالبانو پر غاړه وي.

په همدې حال کې یو بل پخوانی طالب چارواکی مولوی قلم‌الدین هم باور لري چې وضعیت ته په کتو ښایي د ترکیې د سولې غونډه وځنډول شي. نوموړی په ټولو لوریو کې تخنیکي ستونزې، دواړو خواوو ته د اجماع نه موجودیت او د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع نه روښانتیا د یادې غونډې د ځنډېدو لاملونه بولي.

مولوي قلم‌الدین زیاتوي، که ملګري ملتونه او امریکا پر دواړو لوریو فشار راوړي او شته ستونزې هوارې شي، بیا شونې ده چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه جوړه شي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري که څه هم د طالبانو په وړانديز د ترکیې غونډې د ځنډېدو په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې افغان حکومت په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري.

بله‌خوا د چارو شنونکی سبحان‌الله مصباح بیا د ترکیې غونډې ځنډول بې‌ګټې بولي او وایي، د سولې په اړه د طالبانو دریځ له پیله عادلانه نه و او غوښتل يې پر حکومت فشار راوړي او امتیاز واخلي. هغه زیاتوي چې افغانان د استانبول غونډې ځنډول نه، سوله غواړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو په قطر کې د دې ډلې د سیاسي د فتر ویاند د سلام‌وطندار پرله‌پسې اړیکې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده.

د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په استابنول کې د جوړېدونکې غونډې په تړاو ترکیې ته تللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام