Asset 1SWN

سلام وطندار

د ناټو سرمنشي: په يوه مناسب وخت کې به يوځای له افغانستانه ووځو

NATO-1-ownj9bxsjgkmao6y2wgd2g2kpctffsujt3ldbqjh64

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرو په غبرګون کې وايي، امریکا باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتو په تړاو دې تړون سره مشوره وکړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په يوه خبري ناسته کې د ناټو په مرکز بروکسل کې کړې دي.

ینس سټولټنبرګ وویل، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په اړه به هم پرېکړه په ګډه کوي.

نوموړی وايي، افغانستان کې د ځواکونو موجوديت او اوږدمهاله امنیت د ناټو د غړيو هېوادونو په ګټه دی.

د ناټو د سرمنشي په خبره، ناټو ځواکونه د سپټمبر یوولسمې بریدونو ته د ځواب لپاره افغانستان ته تللي او ځکه اوس هم هلته دي چې بیا دغه هېواد د ترهګرو په مرکز بدل نه‌شي.

نوموړي همداراز وويل چې ناټو د سولې له پروسې او د بين‌الافغاني خبرو له پیله ملاتړ کوي.

د ینس سټولټنبرګ دا خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، له راتلونکي کرسمس مخکې به له افغانستانه ځواکونه وباسي.

افغان حکومت تر اوسه پورې د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله ویلي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل شرایطو پورې تړاو لري، نو هر ډول بېړنی ګام ناوړه پایلې درلودلی شي.

طالبانو تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ټرمپ له دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د شوې هوکړې عملي کېدو برخه کې مثبت ګام بللی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام