که څه هم یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد له څلورو میاشتو وروسته هېواد ته راستون شوی او ډېر ژر به خپلې چارې پیل کړي، خو د دفاع وزارت د رسنیو برخې مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي. دغه وزارت مخکې ویلي و چې خالد د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی او په دې موده کې یاد وزارت د سرپرست له لوري اداره کېده.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد سره لیدلي او هغه ته یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې ده. ارګ زیاته کړې، خالد چې د درملنې لپاره بهر و، اوس رغېدلی او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.

له هېواده د اسدالله خالد تر تللو وروسته د ملي دفاع وزارت مخکینی لومړی مرستیال شاه‌محمود میاخېل څه موده د دغه وزارت سرپرست و او ورپسې لوی درستیز یاسین ضیا د تېر کال د کب میاشتې په نهه‌ویشتمه د دفاع وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا چې په اوسنیو ترینګلو شرایطو کې ولې دغه مهم وزارت د سرپرست له لوري اداره کېده؟ د سیاسي چارو شنونکی بسم‌الله رنجبر وايي، اسدالله خالد له امریکا سره ښې اړیکې لري او همدا لامل دی چې تر اوسه په یاد وزارت کې پاتې شوی دی. د هغه په وینا، د سرپرست له لوري د یوه مهم امنیتي وزارت اداره کېدل د سرتېرو پر انګېزې منفي اغېز کوي.



په همدې حال کې د حقوقي چارو شنونکی هارون رحیمي وايي، ولسمشر کولای شي یوازې هغه مهال وزارت ته د دوو میاشتو لپاره سرپرست وټاکي چې وزیر یې پر نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته وي، خو په وینا یې، په دې موده کې باید یو بل کس د اړوند وزارت د نوماندوزیر په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني. د نوموړي په وینا، ولسمشر تل د سرپرستۍ قانون مات کړی دی.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، د ملي دفاع وزارت اوسنی سرپرست یاسین ضیا په موجودیت کې کومه امنیتي تشه نه رامنځته کېږي.

شنونکي وايي، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د یاسین ضیا د ټاکل کېدو لامل قومي مسایل هم دي او په وینا یې، اوس په هېواد کې دود دی چې کله یو پښتون د یوې ادارې مشري کوي، د بلې هغې مشري به د نورو قومونو اړوندو کسانو ته ورکول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام