Asset 1SWN

امریکا ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

154191486_3713060768730681_4531786940857386278_n

ملي دفاع وزارت وايي، امريکا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره د نویو ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته وکړه.

له ياد وزارته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، په دې مرستو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي.

خپرپاڼه زياتوي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل د يادو مرستو مننه کړې او ويلي يې دي، د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لري، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ د ملي اردو ځواکونه په نويو جنګي تجهیزاتو مجهز شي.

مياخېل ويلي دي چې تمه ده دغه وسایط ټولو سیمه‌ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام