د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو په دوام کې ۴۵۰ نوې هاموې ټانکونه، ۸۰ میلیونه مرمۍ، د شپې دوربینونه او ځینې نور پوځي تجهیزات افغان پوځ ته سپارلي.
نوموړي ویلي، دغه پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه افغان پوځ ته ورکړل شوي.
د میاخېل په وینا، د غوڅ ملاتړ ماموریت پوځي تجهیزات او وسایل کابل او کندهار ولایتونو کې دفاع وزارت ته سپارل شوي.
دې سره د ملي دفاع وزارت یوه اعلامیه کې راغلي، امریکا روان میلادي کال افغان پوځ سره د ۱۳۸۳ هاموې ټانګونو، ۱۰ هلیکوپټرو او د څلور« ۲۹A_ » جنګي جیټ الوتکو مرسته کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ امریکا تېر کال د ۵۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې او راتلونکي کال کې به هم د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو مرسته وکړي.