عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې: که له وژلو لاس نه اخلئ،  وسله را اخلم

د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند اجرایي رييس عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې وايي، که له وژلو لاس وا نه‌خلي، اړ کېږي چې وسلې ته لاس ور وړي. نوموړي د سولې روانو خبرو ته په اشارې له طالبانو وغوښتل چې په رښتينې توګه سوله وکړي.

هرات کې د کرونا د تشخيص د وسايلو کمښت؛ ۵ورځو راهيسې هېڅ پېښه نه ده ازمويل شوې

هرات ولايت کې له پنځو ورځو راهيسې د کرونا هېڅ شکمنه پېښه نه ده ازمويل شوې. د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد‌رفیق شېرزی وايي، په دې ولايت کې د کرونا د تشخيص مرکز کې د ځانګړو « تيور ۰.۱ او ۰.۲» موادو کمښت لامل شوی چې له پنځه ورځو راهيسې هېڅ شکمنه پېښه ونه ازمويل شي.

سرچينه: د روزګان ګېزاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

روزګان کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د سرچينې په وينا، دغه ولسوالۍ د تېرې شپې له سختو جګړو وروسته طالبانو ونيوله.

د افغانستان ملي اردو سره د امريکا نظامي مرستې

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو په دوام کې ۴۵۰ نوې هاموې ټانکونه، ۸۰ میلیونه مرمۍ، د شپې دوربینونه او ځینې نور پوځي تجهیزات افغان پوځ ته سپارلي.

ولسمشر غني او عبدالله د سولې بهیر ننګونو په اړه خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره کتلي او د سولې بهیر او ننګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه کې دواړو لوريو د ملي مصالحې عالي شورا د غړيو پر بشپړولو هم بحث کړی او عبدالله عبدالله ایران ته د خپل سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.