Asset 1SWN

سرچينه: د روزګان ګېزاب ولسوالۍ طالبانو ونيوله

Urozgan-1-oxmm5n2j6a52dpv2454k82edsp5k7pgkf6ilf5blas

 

روزګان کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د سرچينې په وينا، دغه ولسوالۍ د تېرې شپې له سختو جګړو وروسته طالبانو ونيوله.

يوه بله سرچینه هم چې نه غواړي نوم يې خپور شي وایي، ګېزاب ولسوالۍ کې یوه پوسته کې امنیتي ځواکونه حضور لري.
د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل ګېزاب ولسوالۍ جګړې تاييدوي؛ خو په وینا یې طالبانو تر اوسه پورې هېڅ کومه سيمه نه ده نيولې.

د روزګان امنیتي مسوولانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي. وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ پر هلمند د طالبانو له برید وروسته، د کندهار ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ او د روزګان دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

یادو سیمو کې د جګړو او ترینګلي وضعیت له کبله ګڼ شمېر کورنۍ کندهار ښار ته بې‌ځایه شوي چې بېلابېلو ناحیو کې یا خو د خپلو دوستانو او یا هم کرایه کورونو کې بد وضعیت کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام