په پروان ولایت کې لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو نن له غرمې وړاندې د مقاومت جبهې پر وړاندې د طالبانو په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوخي لاس وهنې په اړه لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په افغانستان کې د پاکستان د پوځي مداخلې ضد شعارونه له ځان سره لېږدول. دغه لاریون د چاریکارو ښار له عیدګاه جومات څخه پیل شو او د ولایت مقام څلور لارې پر لوري روان و، خو طالبانو یې د چاریکارو ښار په «واټمرپمپ» سړک کې مخه ونیوله.

په ورته مهال په دغه لاریون کې طالبانو لومړی د سلام‌وطندار او طلوع نیوز خبریالانو کمره ترې واخیسته او اجازه ورنه کړه چې له دغه لاریون څخه تصویرونه او ویډیو وکړي. له دغې پېښې وروسته، سیمې ته د طالبانو نور جنګیالي ور ورسېدل او د هوایي ډزو له لارې یې دغه لاریون وپاشه.

طالبانو د چاریکارو ښار عیدګاه جومات سره نږدې په یوه موټر کې د سلام‌‌وطندار له خبریال پروېز امین‌زاده څخه پوښتنې او ګروېګنې وکړې او نوموړي چې کله طالبانو ته خپل د رسنیز فعالیت کارت ورښکاره کړ، نو هغوی د امین‌زاده کاري وسایل بېرته ورکړل.

په همدې حال کې د یو‌شمېر لاریون کوونکو په وینا، طالبانو یو‌‌شمېر لاریون کوونکي له ځان سره بېولي دي.

وموغوښتل په دې اړه په پروان ولایت کې د طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅې سره-سره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام