Asset 1SWN

«موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري»

hamdullah

له هغه وروسته چې ولسمشر غني له موقت حکومت سره مخالفت څرګند کړ اوس د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وایي چې موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت معنا لري.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، هغو کسانو چې د سولې له مذاکراتو سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې افغان ملت د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېږي.

د نوموړي په وينا، نور نو په افغانستان کې پردۍ اجنډا نه‌شي تطبیقېدای.

حمدالله محب دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د اظهاراتو په غبرګون کې کړي دي چې تېره ورځ يې په مسکو کې یو خبري کنفرانس کې ويلي وو، د دوحې د تړون له مخې دې په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت رامنځته او ولسمشر دې د سولې لپاره استعفا ورکړي او په خبره يې چې طالبان سولې ته حاضر دي او له نوي حکومت سره کار کوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ويلي، که طالبانو له ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنۍ پرېکړه لرلای، د سولې بین الافغاني خبرې به د اوربند پر بنسټ جاري ساتلې.

سره له دې چې په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو دويم پړاو پيل شوی؛ خو تر دا مهاله په‌کې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی. د افغان سولې خبرو د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېره اوونۍ ويلي و، څو ورځې کېږي چې طالبان خبرو لپاره نه دي حاضر شوي او کومه غونډه يې هم نه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام