افغان پلاوی: خبرو کې د «موقت حکومت» بحث نه دی مطرح شوی

قطر کې د حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوي یو شمېر غړيو نن د ویډیو کنفرانس له لارې د مذاکراتو څرنګوالي په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. د ياد پلاوي غړي رسول طالب وويل، د مذاکراتو له لومړۍ ورځې بیا تراوسه د طالبانو له لوري اجنډا کې د موقت حکومت مسله او یا هم د ولسمشر غني د استعفا مسله نه‌ده مطرح شوې.

«موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري»

له هغه وروسته چې ولسمشر غني له موقت حکومت سره مخالفت څرګند کړ اوس د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وایي چې موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت معنا لري.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، هغو کسانو چې د سولې له مذاکراتو سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې افغان ملت د ولسواکۍ…