د طالب ډلې د سولې مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د ولسمشر غني حکومت د سولې یواځینی خنډ دی.

نوموړي دا څرګندونې چې د دې ډلې له څو نورو کسانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، هلته په یوه خبري غونډه کې چې د روسیې د سپوټنیک ټلوېزیوني شبکې له لوري خپره شوې، کړې دي.

هغه ویلي، که ولسمشر غني همدا نن خپله دنده پرېږدي، قرباني ورکړي او هوکړه وکړي چې نوی حکومت جوړ شي، په افغانستان کې به سوله راشي، خو په وینا یې، نوموړی د واک د دوام هڅه کوي. ستانکزي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت به هم د جګړې د دوام لامل شي.

عباس ستانکزي زیاته کړې، افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي ته بشپړ واک نه دی ورکړی او په وینا یې، د ولسمشر غني د حکومت مسوولیت د کابل د امنیت ټینګښت دی. هغه وايي، دوی په کابل کې فعالیت نه کوي؛ ځکه ژمنه یې کړې چې په سترو ښارونو کې به فعالیت نه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې به وسله له لاسه لرې نه کړي او په وینا یې، له چین، روسیې، ایران او پاکستان څخه یې غوښتي چې د سولې پروسې ملاتړ وکړي. هغه ویلي چې د دوحې هوکړه‌لیک د عملي کولو لپاره هره ورځ د امریکا له مرکچي پلاوي سره په اړیکه کې دي.

افغان حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو پر وړاندې څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني تر دې وړاندې په خپلو ویناوو کې د لنډمهالي حکومت او له ټاکنو پرتو د واک خوشې کولو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی. ولسمشر ننګرهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال وویل چې د افغانانو په اراده منتخب ځای‌ناستي ته د واک لېږد یې یو اساسي مسوولیت دی او دا کار به یوازې له همدې لارې وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام