Asset 1SWN

د سولې خبرو کې د رسنیو له ازادۍ د ملاتړ طرحه وړاندې شوه

 

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې سولې پروسه کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ او ساتنې لپاره طرحه وړاندې کړه. د دې طرحې موخه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون له لاسلیک وروسته چې بايد د خبريالانو راتلونکی تضمین شي.

دغه طرحه چې نن  پنجشنبه د لړم ۱۵مه د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې له لوري وړاندې شوه،  ټينګار شوی چې د سولې د هوکړې له لاسليک وروسته دې په رسنيو کې د ښځو د حضور ضمانت وشي.

د يادې کمېټې د مسوولانو په وينا، د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ او ساتنې د طرحې موخه د يوه غير سياسي ارزښت په توګه او د تېرو دوه لسیزو یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په دې طرحه کې راغلي چې د رسنيو ازادي نه یوازې دا چې په هېواد کې د رسنیو د پرمختګ لامل شوی بلکې د افغانانو د نورو بنسټيزو حقونو خوندي کولو کې يې هم مرسته کړې ده.

ياده طرحه کې همداراز ليکل شوي چې د پخلاینې په پروسه کې دې د رسنیو ټولنې غړي باید د خبرو اترو په ترکیب کې شامل شي ترڅو د رسنیو له ازادۍ دفاع وکړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرايي مسوول صدیق الله توحیدي وايي، دوی د سولې په اوسنۍ پروسه کې د دوی د کار د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

توحيدي له دولته غوښتي چې په دې اړه يې اندېښنې له پامه ونه غورځوي. نوموړي د ټولنيزو رسنيو پر ټولو کاروونکيو غږ وکړ چې د هېواد د رسنیو ملاتړ وکړي.

د يادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال له پيله تر اوسه پورې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوې دي چې ډېريو ته يې رسېدنه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام