ولسمشر محمد اشرف غني له سي‌ان‌ان ټلویزون سره یوه تازه مرکه کې ويلي، افغانستان کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تراوسه څه باندې ۴۰ زره نظامي او ملکي وګړي وژل شوي. ولسمشر ویلي، همدغه موده کې ۹۸ امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

جمهور رييس داسې مهال له ۲۰۱۵ کال راهیسې افغانستان کې د څه باندې ۴۰ زره افغانانو د وژل کېدو خبره کوي چې دوه کاله وړاندې يې د سویس داووس ښار کې د اقتصاد نړیوال مجمع غونډې په ترڅ کې د سي‌ان‌ان ټلویزون خبریال سره مرکه کې ویلي و، د ملي یووالي حکومت له پیله د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ تر ۲۴مې یوازې ۴۵ زره افغان ځواکونه جګړو او نښتو کې وژل شوي دي.

ولسمشر غني هغه مهال ویلي و چې یاده موده کې له ۷۲ څخه کم بهرنيان وژل شوي.

خو جمهور رييس امریکايي رسنۍ سره تازه مرکه کې ویلي، افغان وګړي او امنیتي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

د پوځي شنونکيو په اند، د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ریاست د دورې له پیله د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې زیات دی، څومره يې چې هغه بولي.

پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل وايي، د خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې زیات دی چې راپورونو کې خپرېږي، ځکه والیان او قومندانان هڅه کوي چې جګړه کې د مرګ‌ژوبلې شمېر په کم ښودو سره خپله څوکۍ وساتي.

د امرخېل په وینا، دې وروستیو کلونو کې د کم شمېر بهرنیو ځواکونو وژل کېدل ښيي چې جګړه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او بهرني ځواکونه ډېر کم جګړو کې برخه اخلي.

د نوموړي په باور، چریکي جګړه لامل شوې چې د هرې ورځې په تېرېدو د ملکي او نظامي افغانانو د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي.

ولسمشر غني داسې مهال جګړو کې د افغانانو او د بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژبولې شمېرې وړاندې کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یوه اوونۍ وړاندې ویلي و، تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام