Asset 1SWN

د روزګان پر دهراوود د طالبانو بريد؛ امنيې قومندانۍ د سقوط په حال کې

Urozgan-1-oxmm5n2j6a52dpv2454k82edsp5k7pgkf6ilf5blas

 

یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبان د «دهراوود» ولسوالۍ بازار ته ننوتلي او د امنیې قومندانۍ پر مرکز يې بریدونه دوام لري.

د سرچینې په وينا، د امنیې قوماندانۍ مرستیال عیسی محمد او یو بل پولیس وژل شوي او يو شمېر نور پولیس ټپیان دي.

سرچينه زياتوي، يو شمېر پولیس وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي هم دي.

سرچینه خبرداری ورکوي، که چېرې د نن ورځې تر پايه بېړني مرستندويه ځواکونه ولسوالۍ ته ونه رسېږي، ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي.

د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل د ياد خبر په تاييد سره وايي چې سيمې ته تازه‌دمي سرتېري رسېدلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام