Asset 1SWN

طالبانو ته د مارشال دوستم خبرداری

Dostum-3-p73sdbcrvpeqxexpc4qi45zci5mgc6ph14ddso111k

د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال  او  د افغانستان د اسلامي جبنش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم طالبانو ته خبرداری ورکوي او وایي،  اجازه نه ورکوي چې طالبان په افغانستان کې خپل د خوښې اماراتي نظام جوړ کړي او څرګنده یې کړه چې جګړه د افغانستان روان کړکېچ نه شي حلولی.

مارشال دوستم نن د جوزجان مرکز په شبرغان ښار کې د کوچني اختر له ادا کولو وروسته خپلو سلګونو پلویانو ته په وینا کې وویل چې طالبان باید د اوربند په غځولو او د جګړې د پای ته رسولو سره د خبرو مېز ته راوګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

دوستم ټینګار کوي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، نو دا د افغانستان د خلکو مسوولیت دی چې په ټول هېواد کې د دوی پر وړاندې ودرېږي.

مارشال عبدالرشید دوستم همدا راز، ولسمشر غني ته وړاندیز وکړ چې له اوسني وضعیت څخه د وتو لپاره دې د تصمیم نیونې یوه شورا جوړه کړي او د هغې پراساس دې حرکت وکړي.



دوستم له دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له زیاتېدو نیوکه کړې وه او ویلي و چې طالب ډله د هېواد د وضعیت په خرابوالي سره غواړي چې پر دولت د خلکو باور کمزوری کړي. نوموړي د سولې بین الافغاني خبرو ته په اشارې سره وویل، که دا بهیر له ماتې سره مخ شي هغه له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام