Asset 1SWN

مارشال دوستم ډېر ژر کابل ته راځي او له ولسمشر غني سره ګوري

Marshal-Dostum-oxj5v5whvsx3a5afx0wlw6o5rfa4tc3hwkrdino8t0

 

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې څېره عنایت‌الله بابر فرهمند له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، په پام کې ده چې دوستم د سیاسي رهبرانو ترمنځ د اجماع جوړولو او د ورځ تر بلې ډېرېدونکيو ناامنیو د محارولو په اړه له ولسمشر غني سره د بحث په موخه، کابل ته راشي.

ویل کېږي چې په پام کې ده مارشال دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راشي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسوولیت په غاړه واخلي؛ خو فرهمند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

ومو غوښتل په راپور کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو خو د ارګ د ویاند دفتر وايي، د اوس لپاره په دې اړه ویلو ته څه نه لري.

سیاسي کارپوهان وايي چې ولسمشر غني د مارشال دوستم ترڅنګ یو شمېر نور سیاسي رهبران هم د جنګ سالار په نوم له ځان او نظام څخه لرې کړي دي چې د دې کړنې پایله یې په خپل زیان پای ته ورسېده.

د دوی په خبره، له دې ټولو سره سره په ولسمشر غني باور کول سخت کار دی.

سیاسي او نظامي کارپوه اسدالله ندیم سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، په داسې شرایطو کې چې طالبان تر هر وخت ډېر په قتل او وژنې لاس پورې کوي، د سیاسي رهبرانو یو ځای کېدل او د ولسمشر غني له لوري د قدرت وېش منل کېدونکی کار دی.

مارشال دوستم د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په ټاکنو کې د لومړي مرستیال په توګه د ولسمشر غني ترڅنګ ودرېد؛ خو ډېر ژر د غني او دوستم ترمنځ د لانجو پیدا کېدو له کبله د دوی دواړو اړیکې کمرنګه شوې.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام