له څه باندې دوو کلونو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د پخواني لومړي مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لیدنې تصویرونه لاس پر لاس کېږي.

ویل کېږې چې دا لیدنه وړمه شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ کې شوې ده. ځینې سرچینې وايي، ولسمشر ته نږدې کسان هڅه کوي چي د بلخ مخکنی والي عطامحمد نور او د اسلامي جمعیت رییس صلاح‌الدین رباني هم له ولسمشر سره خوشحاله کړي.

د پوهنتون استاد اکرم عارفي وايي، د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر څنګ، سیاسي ګوندونو هم پر ولسمشر فشارونه ډېر کړي او همدا لامل دی چې ولسمشر غني پرېکړه کړې، څو کورنۍ سیاسي جبهه پیاوړې کړي.

د نوموړي په وینا، د سیاسي څېرو تېرو ترخو تجربو ته په کتو چې له ولسمشر غني نه یې لري، هڅه کوي چې د هغه متزلزل موقعیت ته په کتو سره هڅه کوي، څو له هغه سره تاکتیکي راشه درشه ولري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی حمید عزیزي هم وايي، هغه سیاسي څېرې چې له طالبانو سره دښمني لري او پر دې ډله باور نه شي کولای، ښايي د ولسمشر غني تر څنګ ودرېږي. عزیزي زیاتوي، ولسمشر دغه وضعیت ته په کتو ښايي د یوشمېر سیاستوالو پر را خپلولو بریالی هم شي.

د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې چې ولسمشر غني ته يې استولی و، غوښتي وو چې د افغان سولې په برخه کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله او جهادي څېرې عبدالرب رسول سیاف سره له نږدې کار وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام