ولسمشر غني د کورنۍ جبهې پر پیاوړتیا کار کوي

له څه باندې دوو کلونو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د پخواني لومړي مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لیدنې تصویرونه لاس پر لاس کېږي.
ویل کېږې چې دا لیدنه وړمه شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ کې شوې ده. ځینې سرچینې وايي، ولسمشر ته نږدې کسان هڅه کوي چي د بلخ مخکنی والي عطامحمد نور او د اسلامي جمعیت رییس صلاح‌الدین رباني هم له ولسمشر سره خوشحاله کړي.