نجونې نور له ۱۲کلنۍ وروسته د نارینه‌وو په غونډو کې ترانې نه‌شي ویلی

هغه مکتوب چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د کابل ښار د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې لارښوونه کړې چې تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ نه شي کولی د نارینه‌وو په حضور غونډو کې ترانې ولولي.

ناتعریف شوې او لنډمهالې سوله افغانستان یوې نوې جګړې ته ټېل وهي

د جمعیت اسلامي یوشمېر غړیو نن په پروان کې د کندوز پخواني امنیه قوماندان عبدالرحمان سیدخېلي د لسم تلین په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال، د سولې پروسې پر ناروښانتیا نیوکه وکړه.
د دغه ګوند د رهبري شورا غړي محمدیونس قانوني وویل، ناتعریف شوې، ګونګه او لنډمهالې سوله افغانستان له یوې نوې جګړې سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د رسنیو ۴۰ ملاتړو بنسټونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د خبریالانو هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او له دغه سازمان څخه یې غوښتي چې د مخنیوي په برخه کې یې لاس په کار شي.

سږ کال به ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رييس شاه زمان میوندي د نيالګيو د کېنولو ملي کمپاين پيل کړ او ويې ويل، ټاکل شوې سږ کال په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نیالګیو کېنولو ملي کمېټې د یوه…

ولسمشر غني د کورنۍ جبهې پر پیاوړتیا کار کوي

له څه باندې دوو کلونو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د پخواني لومړي مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لیدنې تصویرونه لاس پر لاس کېږي.
ویل کېږې چې دا لیدنه وړمه شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ کې شوې ده. ځینې سرچینې وايي، ولسمشر ته نږدې کسان هڅه کوي چي د بلخ مخکنی والي عطامحمد نور او د اسلامي جمعیت رییس صلاح‌الدین رباني هم له ولسمشر سره خوشحاله کړي.

کام‌ایر الوتکې بدخشان ته الوتنې ځنډولي

د بدخشان محلي مسوولان وايي، کام‌ایر خصوصي الوتکو بدخشان ته الوتنې ځنډولي. د ياد ولايت د والي مرستيال اخترمحمد خیرزاده سلام‌وطندار ته وايي، کام‌ایر هوايي شرکت د حوت مياشتې له پنځلمې نېټې راوروسته خپلې الوتنې ځنډولي دي. نوموړی وايي، د يادو الوتنو د ځنډ لامل  هم معلوم نه دی.