د جمعیت اسلامي یوشمېر غړیو نن په پروان کې د کندوز پخواني امنیه قوماندان عبدالرحمان سیدخېلي د لسم تلین په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال، د سولې پروسې پر ناروښانتیا نیوکه وکړه.

د دغه ګوند د رهبري شورا غړي محمدیونس قانوني وویل، ناتعریف شوې، ګونګه او لنډمهالې سوله افغانستان له یوې نوې جګړې سره مخامخ کوي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستي لیک او د خلیلزاد طرحې ته په اشارې وویل، د حقوق‌پوهانو او کارپوهانو یوې ډلې ته یې مسوولیت ورکړی، څو یاده طرحه په دقیق ډول وارزوي، مثبت ټکي یې پیاوړي او منفي برخې یې هم جوړې کړي.

هغه ټینګار کوي چې د سولې په خبرو کې دې د جمهوریت او طالبانو تر څنګ، د افغانانو څنډه هم جوړه شي، خو په وینا یې، که څه هم سیاستوال به د کورنیو مسایلو په اړه د نظر اختلاف لري، خو د سولې په خبرواترو کې به واحد نظر او طرحه ولري.

د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح‌الدین رباني هم په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په تېر یوه کال کې د سولې بې‌پایلو خبرواترو ثابته کړه چې په قطر کې د سولې خبرو د څرنګوالي په اړه د دغه ګوند نظر پر ځای و.

هغه  وايي، جمعیت اسلامي د سولې په اړه وړاندیز شوې طرحه په بشپړ ډول لوستې او د پایلو په رڼا کې به یې خپل دریځ اعلان کړي.

هغه زیاتوي، له طالبانو سره سوله د دوو کورنیو ترمنځ د سولې په څېر نه، بلکې په یوه هېواد کې د سولې په مانا ده او جمعیت اسلامي هغه یواځینی سیاسي بهیر دی چې له طالبانو سره په شخړو کې ښکېل و چې په وینا یې، د سولې په خبرواترو کې هم څواړخیز جوړښت غواړي، څو په افغانستان کې روانه جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.

د یادې غونډې ګډونوال وايي، اوسنی حکومت د خلکو استازولي نه کوي او اړتیا ده چې د مقاومت ډله د افغانانو په استازولۍ د سولې په خبرو کې ښکېل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر محمداشرف غني ته د سولې په اړه یو لیک را لېږلی او د سولې په برخه کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله او پخوانی جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف سره په‌کې پر ګډ کار ټینګار شوی دی.

د کندوز پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمان سیدخېلي چې د جمعیت ګوند غړی و، لس کاله وړاندې په کندوز ښار کې د یوه شوي ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام