Asset 1SWN

کام‌ایر الوتکې بدخشان ته الوتنې ځنډولي

Kamair-p40cuvzsxey2u2y55p8n6568rny8kefzk2o2smql54

د بدخشان محلي مسوولان وايي، کام‌ایر خصوصي الوتکو بدخشان ته الوتنې ځنډولي. د ياد ولايت د والي مرستيال اخترمحمد خیرزاده سلام‌وطندار ته وايي، کام‌ایر هوايي شرکت د حوت مياشتې له پنځلمې نېټې راوروسته خپلې الوتنې ځنډولي دي. نوموړی وايي، د يادو الوتنو د ځنډ لامل  هم معلوم نه دی.

خیرزاده زياتوي، د بدخشان ولايت له دفتره يې کام‌اير هوايي شرکت ته ليک استولی او والي هم د ياد شرکت له مسوولانو سره ټلفوني خبرې کړې دي. د نوموړي په وينا، د کام‌اير شرکت مسوولانو ورسره ژمنه کړې چې بدخشان ته به بېرته الوتنې پيل کړي.

د بدخشان د والي مرستيال همداراز وايي، ياد ولايت ته اوسنيو شرایطو کې د ځمکې له لارې سفر کول له امنيتي ګواښونه سره مل دی چې د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکيو لپاره ستونزې جوړې شوي.

اخترمحمد خیرزاده زياتوي، په دې اړه يې جدي هڅې روانې دي چې ژر تر ژره دغه الوتنې بېرته پيل شي.

په دې اړه مو د کام‌اير شرکت د مسوولانو نظر ترلاسه نه‌شو کړای.

د بدخشان د مدني ټولنو رييس سیف‌الدین سایس وايي، کام‌اير هوايي شرکت په داسې حال کې ياد ولايت الوتنې ځنډولي چې د بغلان – بدخشان لويه لار ۷۰ سلنه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او هره ورځ په دې لاره کې له ملکيانو قرباني اخيستل کېږي.

نوموړی د محلي او حکومت د مرکزي ادارې او همداراز د کام‌اير شرکت له مسوولانو غواړي چې ياد ولايت ته بېرته خپلې اولوتنې پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام