په ځینو ټولنیزو شبکو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د بدخشان په مرکز فيض‌اباد ښار کې د ملي اردو د کنډک قوماندان قاري عبدالرحمن نن ماښام په يوه نښته کې وژل شوی دی.

خو په بدخشان کې د اسلامي امارت فرهنګي مسوولان دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د دغه ولایت د اردو  کنډک قومندان روغ او جوړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست معزالدین احمدي ویلي چې قاري عبدالرحمان روغ رمټ دی او د هغه د وژل‌کېدو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت فرهنګي چارواکو په بدخشان کې د فیض‌اباد په لرغوني ښار کې د پرله پسې ډزو خبر ورکړی و. احمدي وویل چې نن  ماښام شاوخوا شپږ بجې د فیض‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو او د ملي اردو د کنډک د قومندان ترمنځ په یوه پوسته کې کوچنۍ ستونزه رامنځته شوه چې له امله یې هوايي ډزې شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

احمدي زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرانو له حکم وروسته ستونزه حل شوې او مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. هغه وویل، موضوع تر جدي څېړنې لاندې ده. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې هر څه په کنټرول کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام