Asset 1SWN

د بدخشان د وزلوبې مخکښ آس ته زهر ورکړل شوي

178738355_2984476838493037_8622002314708094456_n-p69uw45f2jwsphqquqyy8fkgppffqla71nvhgpwcr8

د بدخشان د وزلوبې لوبډلې مسوولان وایي چې د دغې لوبډلې مخکښ او چټک آس چې په دغه ولایت کې په «وخش ستوري» مشهور و، د زهرو د ورکړې له امله له منځه وړل شوی دی.

دغه آس د بدخشان لوبډلې تر ټولو نوموتی آس و او شهرت یې لا هلته ډېر شو چې د کابل په کوربه‌توب یې د وزلوبې لیګ په وروستیو سیالیو کې د دغه ولایت لپاره ښې لوبې وکړې. د دغه آس د مړینې خبر د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بدخشان د وزلوبې فدراسیون مسوول حاجي محمد طاهر سلام‌وطندار ته ويلي، د دغه آس مالک په لومړیو کې هغه په ۵۳ زره امریکایي ډالرو پېرلی و. د طاهر په خبره، په وزلوبو کې د دغه آس د ښو لوبو له کولو وروسته یې بیه ۹۵ زره امریکایي ډالرو ته لوړه شوه.

طاهر زیاتوي، د دغه آس مالک پر دې باور و چې یاد آس یوازې د ده نه دی، بلکې په ټولو بدخشانیانو پورې تړاو لري. د وخش ستوري په نوم دغه آس د وزلوبې تر ټولو غښتلی او پیاوړی آس ګڼل کېده.

دغه آس د زهرو په وسیله له منځه وړل شوی او تر اوسه یې عامل نه دی معلوم.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام