هېڅ ډاکټر تیار نه دی چې د امیندواره مېرمنو د درملنې لپاره د هېواد یوې تر ټولو لرې سیمې ته ولاړ شي. د بدخشان محلي ادارې څو ځله د پامیر د ښځو لپاره د قابله‌ګۍ بست اعلان کړ، خو هېڅ ښځه تیاره نشوه چې هلته ولاړه شي.

خو د بدخشان د شغنان اوسېدونکې رابعې له څو میاشتني انتظار وروسته دا سختۍ ومنلې او په پامیر کې د ښځو درملنې او مرستې لپاره یادې سیمې ته د تګ تیاری وښوده.

رابعه

رابعې دا ګواښ ومانه او یادې سیمې ته یې د ورتګ لپاره ملا وتړله، خو د نړۍ بام ته تګ بې ستونزو نه و. رابعه له خپل پلار او ورور سره پامیر ته وخوځېده او له ۸ شپو ورځو وروسته پامیر ته ورسېدل.

رابعې او پلار یې د ځان او خپلو وسایلو لپاره یو آس په کرایه ونیوه، خو آس د لارې په اوږدو کې د هوا سوړالي له کبله له پښو غورځي او رابعه پلې خوځېږي.

رابعه پر لارې له یوه لوړ ځای نه لوېږي او پلار یې په سختۍ سره ژغوري. د دوی مزل دوام مومي، خو د رابعې د پلار ګوتې د هوا سوړوالي له کبله یخ وهي او له کاره غورځي.

په بدخشان کې د برهان‌الدین رباني روغتون ډاکټران وايي چې د رابعې د پلار د پښو ګوتې له کاره لوېدلي او باید پرې شي.

د رابعې پلار او د اغاخان موسسې د امیندوارۍ برخې مسووله ظاهره فروتن

د رابعې پلار وايي چې د بدخشانۍ ښځو د خدمت لپاره پر خپلو هڅو پښېمانه نه دی او له خپلې لور سره یوځای یې دغې مرستې ته ملا تړلې ده.

د دغه پلار او لور د سفر کیسه ډېره دردوونکې ده؛ د رابعې غوږونه د یخنۍ له کبله زیانمن شوي او پلار یې هم روغ نه دی.

رابعه د یوې منځنۍ کچې کورنۍ لور ده. د بدخشانۍ ښځو لپاره د دې کورنۍ خدمت د ستایلو دی. د دغه سفر په اړه د رابعې او د هغې د پلار کیسه ډېره دردوونکې او سخته ده. ښايي د دغې کورنۍ کیسه د هغو لسګونو دلایلو له ډلې یو هم د ښځو خدمت او روغتیايي خدمتونو ته د بدخشان د ښځو نه لاسرسی او د مړینې لوړه کچه وي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام