په بدخشان ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د بدخشان کشم او فرخار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار نیولی دی.

وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت له پوځي مرکزونو، ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د مرکز له نیولو وروسته د بدخشان ولایت زندان هم نیولی او ټول بندیان یې ترې ازاد کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فیض‌اباد ښار د نیولو لپاره له څـو ورځو راهیسې نښتې پیل شوې وې او د دغو جګړو د ډېروالي له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د بدخشان د کډوالو ریاست پرون اعلان وکړ چې تراوسه یې د بې‌ځایه شویو ۱۰۰۰۰ عریضې ترلاسه کړي چې ټول یې د مرستې غوښتونکي دي او دغه ریاست تراوسه په دې توانېدل چې ۳۵۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د بدخشان د کډوالو ریاست امر عبدالواحد طیبي وایي چې په وروستیو اوونیو کې مرستو ته د اړمنو کورنیو شمېر څو برابره لوړ شوی دی.

طیبي زیاتوي چې د حکومت او مرستندویه بنسټونو ګډو ۸ ډلو د بې‌ځایه شویو کورنیو د پېژندنې لړۍ پیل کړې او له بې‌ځایه شویو سره د مرستې بهیر هم روان دی.

په همدې حال کې هغه شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د بدخشان له ولسوالیو او له څېرمه ولایتونو فیض‌اباد ښار ته راغلي، وایي چې خپل ټول شته یې پرېښي او یوازې یې ځانونه خوندي راوېستلي دي.



دوی وایي، د حکومت او نورو مرستندویو بنسټونو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په کچه د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ډېر شوی او ډېری کورنۍ د ځان خوندیتوب لپاره اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او امنو سیمو ته کډوال شي.

د بدخشان د کډوالو ادارې مسوولان وایي، کې د بې‌ځایه شویو کورنیو لړۍ همداسې روانه وي، ملکي مرستندویه بنسټونه هم نه شي کولای پر وخت او بېړنۍ توګه ټولو بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د جګړو د ډېروالي له امله  له څلورو ولایتونو څخه ۱۷۰۰۰کورنۍ بې‌‌ځایه شوي چې د کابل ښار په پارکونو او سرخلاصو سیمو کې شپې او ورځې تېروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام