Asset 1SWN

د ۲۰۲۱ کال لومړیو ۲ میاشتو کې ۴۹ زره افغانان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي

164207546_3252228541544447_4853732003612209263_n

افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا «اوچا» د سې‌شنبې په ورځ ویلي، دغه ۴۹ زره کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شمال، سوېل، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او ختیځو ولایتونو کې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د «اوچا» د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کسانو ۲۰ سلنه یې د پاخه عمر نارینه، ۲۱ سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

هلمند، کندهار، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، بلخ، سرپل، سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې یادې کورنۍ د جګړو له کبله ورڅخه بې‌ځایه شوي.

همدارنګه د ۲۰۲۱ کال لومړیو دوو میاشتو کې ایران څخه هم ۱۵۴زره او پاکستان څخه ۱۶۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام