د هغو شمېرو پر بنسټ چې سلام‌وطندار راټولې کړي؛ د روان لمریز کال له پیله د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۶۷ زره او ۵۶۴ کورنۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله نورو ولایتونو ته بې‌ځايه شوي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ؛ د روان لمریز کال له پیله ۱۲ زره کورنۍ په کندوز، ۲۵ زره کورنۍ په بلخ، ۶زره او ۲۰۰ کورنۍ په بامیانو، ۶ زره کورنۍ په بدخشان، ۶ زره او ۵۰۰ کورنۍ په جوزجان، ۳ زره کورنۍ په هرات، ۳ زره کورنۍ په فاریاب، ۲ زره او ۶۰۰ کورنۍ په غور، ۱۲۶۴ کورنۍ په لوګر، ۱۵۰۰ کورنۍ په بادغیس او ۵۰۰ کورنۍ په نیمروز ولایتونو کې خپل کورونه خوشې کړي او بې‌ځایه شوي دي.

د دې ترمنځ هرات د داخلي بې‌ځایه شویو تر ټولو لوړې شمېرې لري چې په روان کال او تېرو کلونو کې د جګړو او وچکالۍ له کبله له بادغیس، غور، فاریاب، فراه او د دې ولایت له ناامنه ولسوالیو راغلي او د هرات ښار په څنډو کې مېشت شوي دي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستندويه بنسټونو او حکومت له لوري د مرستو له نه رسېدو شکایت کوي او ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې خپلو اولادونو ته یو وخت خواړه ورکوي او هغه هم وچه ډوډۍ.

له بادغیس ولایته را بې‌ځایه شوي دوه کسان ولي جان او محمد الدین وايي، د امنیتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ د جګړو له کبله له خپل ولایت څخه د هرات ښار ته رابې‌ځایه شوي دي.

ځینې له دغو بې‌ځایه شویو ادعا کوي چې خپلو اولادونو ته د خوړو د نه موجوديت له کبله، د خوب ګولۍ ورکوي څو ډوډۍ ونه غواړي.

یو کس له دغو بې‌ځایه شویو حمیدالله دی چې لس اولادونه لري. دی وايي، هره ورځ خپلو اولادونو ته د خوب درمل ورکوي چې ماشومان یې ډوډۍ ونه غواړي.

یوازې په هرات کې بې‌ځایه شوي د ژوند له سختیو خبرې نه کوي؛ بلکې په نورو ولایتونو کې هم بې‌ځایه شوي د حکومت او مرستندويه بنسټونو له لوري د مرستو له نه رسېدو شکایت کوي.

د افغانستان له جنګ ځپلو ولایتونو یو هم د کندوز ولایت دی. د دې ولايت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې سږکال ۱۲ زره کورنۍ د امام صاحب، خان‌اباد، چهار درې او اقتاش ولسوالیو د دې ولایت مرکز ته رابې‌ځایه شوي دي.

د دې ولایت بې‌ځایه شوي وايي چې له څو میاشتو او د هوا په سړېدو سره په کرایي کورونو کې ژوند کوي او تراوسه حکومت هېڅ راز مرستې نه دي ورسره کړي.

یو شمېر کورنۍ چې د جوزجان له ناامنو ولسوالیو او سرپل، فاریاب ولایتونو څخه د جوزجان مرکز ته کډوال شوي وايي چې په سخت وضعیت کې ژوند تېروي او هغه مرستې چې د دوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي د دولت او مرسته کوونکيو موسسو له لوري نه دي شوې.

د دوی په خبره، په دې ولایت کې د جګړو له کبله د بې‌ځایه شویو کورنۍ برخه تر ډېره د دې ښار اوسېدونکي اخلي او بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو وېش لړۍ څخه نا خبره پاتې کېږي.

بدخشان، بامیان، فاریاب، بلخ، تخار، لوگر، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې بې‌ځایه شوي هم د ژمي په رارسېدو سره د خپل ژوند بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي، خو دولت ورسره هېڅ ‌ډول مرسته نه ده کړې.

کورني بې‌ځایه شوي دولت ته خبرداری ورکوي، که ژمي کې هغوی سره مرستې ونه شي، اړ دي چې غلاوې وکړي.

په همدې حال کې یادو ولایتونو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاستونو مسوولان سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، یو شمېر کورنیو بې‌ځایه شويو سره یې د خوراکي او غیرخوراکي توکيو مرسته کړې ده.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس جاوېد نادم وايي، د دولت او موسسو مالي منابع سږ کال کرونا سره پر مبارزې لګول شوي او په له دې کبله بې‌ځایه شويو سره مرسته نه ده شوې.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریس عبدالمالک رستمي هم وايي، سږ کال د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو له ولسوالیو څخه څه باندې ۶ زره او ۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي چې د مرسته‌رسوونکيو دفترونو په همکارۍ ۲۵۰۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د غور او نیمروز ولایتونو محلي مسوولان هم وايي، یو شمېر بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکيو مرسته شوې ده.

خو د کندوز، بامیان، لوګر، بلخ، بدخشان او فاریاب ولایتونو د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاستونو مسوولان وايي، کورني بې‌ځایه شوي بد وضعیت کې ژوند کوي او له مرستندويه موسسو غواړي چې اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام