تېره شپه او نن ورځ د هلمند په ناوې ولسوالۍ او د نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجیر سیمه کې سختې جګړې رواني وې. د هلمند ولایتي اداره د دغو جګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې له روانو جګړو د ټپیانو لېږدولو لپاره د افغان ځواکونو دوې چورلکې سیمې ته تللې وې چي په خپل منځ کې يې ټکر کړی، چورلکې له منځه تللي چې له کبله یې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن د هلمند امنیتي حالت ارزونې په موخه دې ولایت ته رسېدلی او د خبرو پرمهال يې ویلي چې په خپل ټول توان به د طالبانو د برید مخه ونیسي.

خالد هلمند کې د وضعیت ښه کېدو ډاډ ورکړ.

د دې ترڅنګ، د هلمند والي محمد یاسین تېره ورځ ناوخته لښکرګاه ښار ته نږدې د درېیمې حوزې اړوند سیمو عینک  او بولان ته لاړ او خبرو کې یې ویلي چې  تازه دمي کمانډو ځواکونو عملیات پيل کړي او ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیول شي.

په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي شورا ریيس عطالله افغان وايي، د لښکرګاه ښار اړوند څلورمې امنیتي حوزې په ګډون د نادعلي او ناوې ولسوالیو ډېری سیمې هم د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي.

که څه هم ولایتي چارواکي هلمند کې د روانو جګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي؛ خو د هلمند د عامې روغتیا ریيس عبدالاحد حازم وايي، له تېرو څو ورځو راهیسي د جګړو له سیمو بُست ولایتي او ایمرجنسي روغتونونو ته د ملکي وګړيو په ګډون ۱۵۰ ټپیان او ۱۹ جسدونه ور وړل شوي دي.

د ولسي جرګې غړیو هم په ننۍ غونډه کې د هلمند د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ولایت امنیتي وضعیت یې نازک وګاڼه.

د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني د جرګې امنیتي او دفاعي کمیسیون ته دنده وسپارله چې د هلمند پر وضعیت له چارواکيو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د خبرپاڼې په خپرولو سره د جګړې د بې‌ځایه شویو په تړاو اندېښنه ښودلې او وايي، د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د هلمند له ګڼو سیمو د جګړې له کبله تر اوسه ۳۵ زره کسان يا هم ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یوناما پر افغان ځواکونو او طالبانو غږ کړی چې د ملکي وګړيو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي او بې‌ځایه شویو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

که څه هم د هلمند د جګړې په تړاو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د دوی کسان یوازې هغه سیمې بېرته نیسي چې څو کاله وړاندې يې لاسه ورکړې وې.

د طالبانو ویاند دغه جګړه کې د خپلو کسانو مرګ‌ژوبلې ته اشاره نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام