Asset 1SWN

هلمند؛ د افغان هوايي ځواک د ۲ چورلکو غورځېدو پېښه کې ۹ سپرلۍ وژل شوې

081049-01-05-oww24784td9crp44siivgordamc3i5lwso2o1meiz8

ملي دفاع وزارت یوه اعلامیه کې وايي، تېره شپه د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د هوايي ځواک دوو MI-17 چورلکو د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کړی چې په کې ۹ سپرلۍ یې وژل شوې دي.

د دفاع وزارت وايي، د دغې پېښې څېړنه کوي.

تر دې وړاندې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي و چې دغه دوه چورلکې د جګړې ټپيانو لېږدولو لپاره سيمې ته تللې وې چې د کېناستو پرمهال يو له بل سره جنګېدلې دي.

که څه هم عمر ځواک د پېښې اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو هلمند کې يوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، دواړه چورلکې تر ټکر وروسته لوېدلي او تر لسو زیات پرسونل یې په کې وژل شوی دی.

دې سره هلمند کې تېره شپه يو ځل بيا جګړې زور اخيستی چې اوس هم دوام لري.

ولايتي اداره د جګړې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو راپورونه کې ويل شوي چې دواړه لورو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام