Asset 1SWN

یوناما او ناټو پرونی بريد « جنګي جنايت» وباله

unnamed-3-oxfh4fd6cx6s2ko7dw13ykzjf32gu1ub80v08r5kes

 

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو په يوه ټوېټ کې کابل ښار کې پر ښوونيز مرکز ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې دي چې د بې‌ګناه ځوانانو وژل هېڅ وخت د منلو نه دي.

يوناما هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګی بريد چې پر يوه ښوونيز مرکز وشو او ډېری زده‌کوونکي په کې ووژل شول « جنګي جنايت» بللی او ويلي يې دي چې د دې پېښې عاملان بايد محاکمه شي.

یوناما دغه راز په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دلته باید د تاوتریخوالي د کمولو او جګړو د ختمولو لپاره هڅې لا ډېرې شي او مذاکراتي پلاوي بايد يوه سياسي جوړجاړي ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم کابل کې کوثر دانش ښوونيز مرکز باندې بريد « غير انساني او ترهګريز» بللی دی.

کابل کې د ايران سفارت هم په يوه ټوېټ کې پرونی بريد غندلی دی.

تېره ورځ مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې يوه ښوونيز مرکز ته نږدې ځانمرګي بريدګر ځانته چاودنه ورکړه.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپيان شول.

د دې بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيسته.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ياد بريد د غندلو ترڅنګ وويل چې دا چاودنه د طالبانو کار دی؛ خو د طالبانو يوه وياند رسنيو ته وويل چې بريد دوی نه دی کړی.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم پرونی ځانمرګی بريد غندلی او دا کار يې بشر ضد او د اسلامي ارزښتونو پر خلاف وباله.

نوموړي زیاته کړه چې ترهګرو د ياد بريد پر ترسره کولو سره چې قربانيان يې ماشومان دي وښوده چې اصولو ته هېڅ ژمن نه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام