طالبانو درې ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر نورو سیمو برید وکړ چې وروسته یې څلورمه امنیتي حوزه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې ونیولې.

پر هلمند د طالبانو د برید له کبله تراوسه د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي سیمې، د درېیمې امنیتي حوزې بولان سیمې، د نادعلي ولسوالۍ او د ګڼو نورو سیمو ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یو شمېر دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، ډېر سخت حالت کې راګیر دي.

د هغوی په وینا، اکثره کورنیو یوازې خپل ماشومان او ځانونه را ایستلي چې د اوسېدو ځای او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.

د هلمند اوسېدونکي هر څه ژر د جګړه مهارولو غوښتنه کوي، ترڅو بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس سید محمد رامین وايي، ټیمونه یې سیمه کې دي او د مرستو لپاره کورنۍ ثبتوي.

هغه وویل، نړیوالو مرستندویه ادارو ورسره ژمنه کړې چې بې‌ځایه شويو کورنیو ته به مرستې ورسوي.

په ورته وخت کې د هلمند امنیې قومندان خلیل‌الرحمن جواد وايي، امنیتي ځواکونو د جګړې مخنیوي او د لاسه وتو سیمو بېرته نیولو په موخه نادعلي ولسوالۍ، د لښکرګاه ښار باباجي سيمې او پر ۶۰۱ لويې لارې له تېرې شپې راهیسې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي.

خلیل‌الرحمن جواد وايي، امنیتي ځواکونو ځینو سیمو کي د ملکي وګړيو د ژوند خوندیتوب لپاره شاتک کړی، خو وروسته به بېرته دغه سیمې ونیسي.

که څه هم اوس هلمند کې د جګړې شدت نسبت تېرو دوو ورځو ته ښه شوی، خو لا هم ډېرو سیمو کې جګړه شته.

د دې ترڅنګ پرته له دولتي سلام شبکې، ټولو خصوصي مخابراتي شبکو هم خپل فعالیتونه درولي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، تر دامهاله د نادعلي ولسوالۍ په لوري ۵ نوې پوستې او د لښکرګاه ښار له لوري پر ۶۰۱لويې لارې ۴ نوې پوستې ځای پر ځای شوي او دغه بهير لا هم دوام لري.

د ځواک په خبره، نادعلي ولسوالۍ، ۶۰۱ لويه لار، سنګين ولسوالۍ او باباجي سيمو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو او بريدونو پر مهال ۲۳ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

همداراز د طالبانو څلور عرادې وسایط او وسلې هم له منځه وړل شوي.

افغان چارواکو تر دې وړاندې بیا رسنیو ته ویلي وو چې تېرو درېیو ورځو کې پر هلمند د طالبانو برید کې ۱۷۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو له لوري د تازه پیل شويو هوايي او ځمکنيو عملیاتو، دې ډلې ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې او د ځینو سیمو د بېرته پرېښودو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام