سړه هوا او د طالبانو د بريدونو زياتېدل

له یوې خوا هېواد کې د سړو او یخنۍ فصل را رسېدلی او بله خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي، خو طالبانو دغو دواړو حالاتو ته پام نه دی کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

«ښایي د دولت او طالبانو مرکه‌چيانو ترمنځ بهرنیان د تسهیل‌کوونکيو په توګه کار وکړي»

سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بین‌الافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي. خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بین‌الافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.

د بشر حقونو څار بنسټ: افغانستان کې دې د بکارت پردې معاينات بند شي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون له هغه څېړنيز راپور نه دوه ورځې وروسته چې د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته يې د بکارت د پردې معاينات ترسره کېږي، اوس د بشر د حقونو د څار بنسټ هم غوښتي چې په افغانستان کې دې د بکارت پردې معاينات بند شي ځکه چې په خبره يې دا کار شرموونکی او سپکوونکی دی.

هلمند کې روانه جګړه؛ تراوسه ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

طالبانو درې ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر نورو سیمو برید وکړ چې وروسته یې څلورمه امنیتي حوزه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې ونیولې. پر هلمند د طالبانو د برید له کبله تراوسه د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي سیمې، د درېیمې امنیتي حوزې بولان سیمې، د نادعلي ولسوالۍ او د ګڼو نورو سیمو ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

 ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی او قطر ته تللی

د باميانو سيمه‌ييزه اداراه تاييدوي چې د دې ولايت د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی.

په هغه مکتوب کې چې رسنيو ته لېږل شوی راغلي چې د باميانو سيمه‌ييزې ادارې ۱۳۹۹/۲۰/۷/۵۲۹ مکتوب نمبر کې دغه موضوع د سيمه‌ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره شريکه کړې ده.

له ۱۲ ورځو وروسته د مذاکراتي پلاوي د تماس ډلو د غونډې بیا پیل

د افغان دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاوو تماس ډلو له اوږد ځنډ وروسته پر اختلافي مواردو خبرې کړي. د افغان دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري پر ټویټر ویلي، د تماس ډلو غونډه تېر ماښام شوې چې په کې پر اختلافي مواردو جدي خبرې شوي او هوکړه شوې چې دغه غونډې به دوام کوي.