Asset 1SWN

د بشر حقونو څار بنسټ: افغانستان کې دې د بکارت پردې معاينات بند شي

Virginity-test-2-owur1y2s4rybyo431nwenq62uz3kaijc6w0m9ohod0

 

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون له هغه څېړنيز راپور نه دوه ورځې وروسته چې د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته يې د بکارت د پردې معاينات ترسره کېږي، اوس د بشر د حقونو د څار بنسټ هم غوښتي چې په افغانستان کې دې د بکارت پردې معاينات بند شي ځکه چې په خبره يې دا کار شرموونکی او سپکوونکی دی.

ياد بنسټ له ولسمشر غني نه په يوه اعلاميه کې غوښتي چې د يوه فرمان په صادرولو سره دې د نجونو د بکارت ازموينه تل لپاره بنده کړي. د بشر د حقونو د څار بنسټ وايي، د بکارت پردې معاينات بې‌موخې او بې‌رحمه ناوړه ګټه اخيستنه ده او وايي، داسې قانون چې په افغانستان کې دا کار پای ته ورسوي، نشته.

د بشر د حقونو د څار بنسټ په اعلاميه کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د راپور په استناد راغلي، سره له دې چې د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته د بکارت معاينات منع شوي خو بيا د ښځو د بکارت د پردې معاينات کېږي.

ياد بنسټ زياتوي، د بکارت ازمايښت بايد په هر ډول حالت کې ونه‌شي، ځکه چې علمي نه دی او کېدای شي جنسي تېری وشمېرل شي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د تېرې يکشنبې په ورځ يو څېړنيز راپور چې د «نسايي اجباري معايناتو» په اړه و، خپور کړ. په دې راپور کې راغلی وو چې له ۱۲۹ مېرمنو چې دوی ترې پوښتنې کړي يوازې يوې يې ويلي چې د دې د بکارت معاينات د صلاحيت لرونکې محکمې د حکم پر بنسټ شوي دي.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې ۹۲.۳ سلنه معاينات د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته تر سره شوي دي.

د بشر حقونو کميسيون د راپور له مخې د بکارت معاينات او هغه معاينات چې د جنسي تېري د اثبات لکه د زنا او لواطت لپاره تر سره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام