د باميانو سيمهييزه اداراه تاييدوي چې د دې ولايت د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی.
په هغه مکتوب کې چې رسنيو ته لېږل شوی راغلي چې د باميانو سيمهييزې ادارې ۱۳۹۹/۲۰/۷/۵۲۹ مکتوب نمبر کې دغه موضوع د سيمهييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره شريکه کړې ده.
د باميانو والي سید انور رحمتي د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي:« دا موضوع حقیقت لري؛ خو لومړني معلومات دي چې امنيتي بنسټونه بايد دا موضوع وڅېړي.»
خو عبدالرحمان شهیداني دا تورونه ردوي او وايي چې اوس مهال په عربي متحده ایالاتو کې دی او د يوه ملګري په بلنه دوبۍ ته تللی.
شهیداني زياتوی:« دا دښمن دسيسه ده. د شهيداني ټول ژوند د باميانيانو ته معلوم دی او ښکاره ده چې څوک طالب دی او څوک طالب کېږي.»
نوموړی وايي، ډېر ژر به افغانستان ته راشي او په دې اړه به د رسنيو پر وړاندې خبرې وکړي.