Asset 1SWN

له ۱۲ ورځو وروسته د مذاکراتي پلاوي د تماس ډلو د غونډې بیا پیل

Doha-1-owua9d9ubybyfsaoctxzesfvy0ziezekqi8mzmwkgk

 

د افغان دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاوو تماس ډلو له اوږد ځنډ وروسته پر اختلافي مواردو خبرې کړي. د افغان دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري پر ټویټر ویلي، د تماس ډلو غونډه تېر ماښام شوې چې په کې پر اختلافي مواردو جدي خبرې شوي او هوکړه شوې چې دغه غونډې به دوام کوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ورته خبره کړي او ویلي يې دي چې د تماس ډلو غونډه کې پر پاتې اختلافي موضوعاتو بحث شوی او د غونډو پر دوام هوکړه شوې ده.

دا ناسته د تماس ډلو نهمه ناسته ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ کېږي.

د دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ غونډې تېرو ۱۲ ورځو راهیسې په رسمي توګه نه وې ترسره شوې او ویل شوي چې دغه غونډه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب شوې ده.

که څه هم دغه غونډه له اوږده ځنډ وروسته شوې، خو داسې ښکاري چې لا هم دواړه خواوې د رسمي غونډو پر کړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام