Asset 1SWN

«ښایي د دولت او طالبانو مرکه‌چيانو ترمنځ بهرنیان د تسهیل‌کوونکيو په توګه کار وکړي»

3cbda080-eef8-4d25-abdd-a4e24f75b7d9_w1200_r1

سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بین‌الافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي.

خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بین‌الافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.

سرچینې وویل، تسهیل‌کوونکي به خبرو کې رامنځته کېدونکيو ستونزو ته د هواري لارې چارې لټوي.

په همدې حال کې قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وایي، د دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاويو تماس ډلو تېره ورځ ګډه غونډه کړې او خبرې تر ډېره پر دې راټولې وې چې څنګه اختلافي موارد حل شي.

هغه وویل، د تماس ډلو د تېرې ورځې غونډه کې هوکړه شوې چې دغه ډول غونډې نه باید ټکنۍ شي.

د هغه په وینا، ښايي چې نن به هم غونډه وشي.

قطر کې د حکومت د مرکه‌چي پلاوي دغه غړی هیله ښيي چې د اختلافي مواردو په اړه چې حکومتي پلاوي کوم وړاندیزونه کړي وو، د مقابل لوري له لوري ځواب ورکړل شي.

د دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ غونډې تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې په رسمي توګه نه وې ترسره شوې او ویل شوي چې د تېرې ورځې غونډه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب شوې ده.

اوس داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازيو یو میکانیزم جوړ کړی چې پرمټ به یې د اختلافونو په لرې کولو کې مرسته وشي او د دواړو لورو ترمنځ به خبرې جاري وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام