هلمند کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه نهمې ورځې ته غځېدلې او اوس هم د دغه ولایت ډېرو برخو جګړې روانې دي.

د هلمند د ولایتي شورا رييس عطاالله افغان وویل، د لښکرګاه ښار تر څلورمې امنیتي حوزې وروسته درېیمه او لسمه حوزه، د هلمند ـ کندهار پر لویه‌لار او ناوې او نادعلي ولسواليو کې اوس هم جګړې روانې دي.

خو د هلمند ځايي مسوولان یو شمېر سیمو کې د امنیتي ځواکونو د پرمختګ او د ځینو لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو خبره کوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یوازې تېره شپه د افغان ځواکونو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د ځواک په وینا، په ټوله کې د هلمند جګړه کې تر ۳۰۰ زیات طالبان وژل شوي دي.

دې سره د هلمند د تېرو نهو ورځو جګړو له کبله نادعلي، ناوې او ګرشک ولسوالیو او د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د څلورمې امنیتي حوزې باباجي، چاه‌انجیر او ګڼو نورو سیمو نه تر ۱۰ زرو زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یو شمېر دغه کورنۍ وايي، لښکرګاه ښار ته تر راتګ وروسته ورسره هېڅ مرستې نه دي شوي او ډېری کورنۍ په لوږه شپې تېروي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، د دولتي ادارو ترڅنګ ګڼو مرستندویه موسسو هم سروې پیل کړې، ترڅو بې‌ځایه شويو کورنیو سره مرستې وکړي.

د ځواک په وینا، تر دا مهاله سلګونه کورنیو سره مرستې شوې هم دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د هلمند بې‌ځایه شويو سره د مرستې لپاره د ۲۰ میلیون افغانیو د ځانګړي کولو ترڅنګ، هرڅه ژر دغه ولایت کې د طالبانو د بریدونو درولو غوښتنه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام