Asset 1SWN

هلمند؛ طالبانو د امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې نيولي

checkpoint-1-owrcwvw7q2pj2x37sida6t5k55nfupiengk2am21ec

 

سرچينې وايي، طالبانو د هلمندـکندهار پر لويه لاره د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي او هغه يې نيولې دي. خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، امنيتي ځواکونو له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړی او د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.

د دې ترڅنګ سرچينې وايي، د لښکرګاه ښار اړوند څلورمه حوزه باباجي سيمه کې هم جګړه روانه ده او وايي چې ياده سيمه هم طالبانو نيولې ده.

د والي وياند طالبانو ته د يادې سيمې سقوط ردوي او وايي چې په دې سيمه کې ۲۶ طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې د کندهار _ هلمند پر عمومي لاره يې يو شمېر پوستې نيولې دي او ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو ته يې هم درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام