په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پيلېدل نه دی لامل شوی چې د ملکي وګړيو مرګژوبله کمه شي.
د یوناما د بشري حقونو مشرې فیونا فرېزر ویلي، د دوی وروستۍ موندنې ښيي چې د ملکي وګړيو ژوند ته لاهم جدي خطرونه ورپېښ دي او بده خبره دا ده چې د سولې خبرو له پيل وروسته د ملکي مرګژوبلې کچه لوړه شوې ده.
یوناما په خپل تازه راپور کې چې نن سه شنبه د لړم په ۶ نېټه یې خپور کړی وايي، د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې ۵ زره ۹۳۹ ملکي وګړيو ته مرګژوبله اوښتې چې له دې ډلې یې ۲۱۱۷ کسان مړه او ۳۸۲۲ نور ژوبل شوي دي.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰ نېټې پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲ زره ۱۱۷ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳ زره ۸۲۲ نور ژوبل شوي دي. دغه شمېرې ښيي چې د تېر کال په پرتله دغه مرګژوبله کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی؛ خو بیا هم افغانستان د ملکي وګړيو لپاره تر ټولو نا خوندي ځای دی.
د یوناما په راپور کې د ملکي مرګژوبله د ۴۵ سلنو مسوولیت پر طالبانو او د ۲۳ سلنو یې پر افغان ځواکونو اچول شوی.
دغه راز د ۲ سلنې مرګژوبلې ګوته بهرنیو ځواکونو، ۷ سلنه داعش وسله والې ډلې، ۷ سلنه نا څرګندو دولت ضد عناصرو او ۱۴ سلنه ناڅرګنده ډلو ته نیول شوې ده.
د یوناما راپور ښيي چې د ملکي مرګژوبلې دغې کچه کې ۳۱ سلنه ماشومان او ۱۳ سلنه یې ښځې تشکیلوي.
د یوناما په راپور کې دا هم ویل شوي چې تېرو نهو میاشتو کې تر ټولو ډېره ملکي مرګژوبله په بلخ، سمنګانو، جوزجان، بدخشان، غور، کاپیسا، لوګر، خوست او بامیانو ولایتونو کې اوښتې ده.
د طالبانو ویاند د یوناما دغه راپور رد کړی او وايي، د یوناما شمېرې تر ډېره د کابل دولت له سرچینو اخيستل شوي او دا طالبانو لپاره د منلو نه دي.