د هرات د ولایتي شورا غړي غلام‌حبیب هاشمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ملاحیدر په مشري د طالبانو استازو په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې د کورنیو چارو وزارت له ستر امنیتي معین، محمداسماعیل خان، د هرات والي او ځینو نورو چارواکو سره غونډه جوړه کړې ده.

د هغه په خبره، په دې غونډه کې چې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو قوماندان خیال‌نبي احمدزي، محمداسماعیل خان، د هرات والي عبدالصبور قانع، د ملي امنیت رییس حسیب‌الله صدیقي او د هرات امنیه قوماندان سیدمعراج سادات هوکړه وشوه چې یاده قول‌اردو او د هرات هوايي ډګر به امنیتي ځواکونو او چارواکو ته د زیان له اوښتو پرته طالبانو ته پرېښودل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غلام‌حبیب هاشمي په وینا، طالبانو هم هوکړه کړې چې له هېڅ امنیتي چارواکي او تسلیم شويو ځواکونو سره به کار نه لري او په خبره یې، محمداسماعیل خان هم اوس خپل کور ته تللی دی.

د هرات د ولایتي شورا دغه غړی وايي، یاده ناسته د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي په منځګړتوب چې څو ورځې مخکې یې د طالبانو له لوري د بښنې کارت ترلاسه کړی و، جوړه شوې ده.

بله‌خوا ځینې محلي سرچینې وايي چې یوشمېر امنیتي چارواکو نن غوښتل له ۲۰۷ ظفر قول‌اردو څخه په چورلکه کې کابل ته راشي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبانو هم د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو د امنیتي او دفاعي ځواکونو تسلیمېدل منلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام