د تاجکستان «خاور» خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د تاجکستان په خاوره کې د چین له لوري د پوځي اډې جوړېدل، رد کړي او ویلي یې دي چې د دغه شان پوځي اډې جوړېدل په پلان کې نه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

 د خاور خبري اژانس د رپوټ له مخې، د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې د دغه هېواد په خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړېدل، حقیقت نه لري.

په ورته مهال د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت یادونه کړې چې د دغه وزارت او د چین د عمومي امنیت وزارت د هوکړې په اډانه کې، ټاکل شوې دواړه هېوادونه د تاجکستان په بدخشان ولایت کې کډ پوځي تمرینا وکړي. د وزارت په وینا، د دغه کډ پوځي تمریناتو ټول لګښت د چین هېواد ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس د تاجکستان د پارلمان له قوله رپوټ ورکړی وو چې ټاکل شوې چین د افغانستان خاورې ته نږدې د تاجکستان د پولیسو ځانګړو ځواکونو ته د یوې پوځې اډې د جوړېدو لګښت ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام